د غوربند چاریکار او د لاندنې پنجشیر سیندیزو فرعي حوزو د رئیسانو ترمنځ ګډه ناسته په پروان ولایت کې ترسره شوه
په دغه ګډه ناسته کې، د لغمان خیلو او نو انداز انچو کانالو د اوبو سرچینو د انحراف په اړه د کاپیسا ولایت د خلکو د شکایت، د اوبو په سرچینو کې د اوبو د کموالي په وخت کې د دواړو ریاستونو ترمنځ د همغږي پر رامنځته کیدو، د پنجشیر سیند د لاندنیو کانالونو په مسیر کې د اوبو له سرچینو د استفادې په اړه د کاپیسا او پروان د اوسیدونکو شکایت ته رسیدګی، د غوربند، سالنګ او شتل سیندونو د اوبو سرچینو په اړه بحث،د پروان سربند په د شاه لید په اړه چې په ۱۳۴۵ لمریز کال کې جوړ شوی، د پنجشیر سیند د کیڼ او ښي لاس کانالونو بررسي د اوبو سرچینو د قانون او مقررې په پام کې نیولو سره، د پنجشیر سیند د اوبو سرچینو اندازه ګیری د سیلابونو او د اوبو سرچینو د کمبود په وخت کې د دواړو ریاستونو په همغږي سره بحث او د نظر تبادله وشوه.
د دې ناستې په پای کې د اوبو سرچینو د غوره مدیریت په موخه د دواړو ریاستونو ترمنځ پر همغږي باندې ټینګار وشو.
