د اوبو او انرژی سرپرست وزیر د  SUNRAY ENERGY GROUP له استازی سره وکتل.

mew-admin
Sat, May 07 2022 2:19 PM
۱

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور نن د خپل کار په دفتر کې د  SUNRAY ENERGY GROUP  له استازي ښاغلي عبدالکریم کبیر سره وکتل او په هېواد کې یې د انرژي د پراختیا په پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.  په دې کتنه کې د دغه شرکت استازي په افغانستان کې له اوبو، لمریزې او بادي سرچینو څخه د انرژۍ د تولید په پروژو کې د پانګونې په اړه لېوالتیا څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د اوبو او انرژۍ وزارت له مشرتابه څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. د اوبو او انرژی سرپرست وزیر ښاغلي منصور د SUNRAY ENERGY GROUP  استازي ته ډاډ ورکړ چې د انرژۍ په تولید کې به د پانګونې په برخه کې همکاري وکړي. د ناستې په پای کې دواړو لورو د لازمې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه د لا زیاتو غونډو پر ترسره کولو ټینګار وکړ او د هېواد د انرژي په تولید کې یې پانګونه د افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره اړینه وبلله.

User account menu