د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې پلاوي د اوبو د پروژو د غوره مدیریت په موخه تګاب ولسوالي ته سفر وکړ

mew-admin
Tue, May 10 2022 2:01 PM
1

دغه سفر د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د اوبو د پروژو د ښه مدیریت او د پروژو د لومړیتوب او ښه تطبیق په موخه ترسره شو

د تګاب ولسوالي د سیندیزې حوزې رییس انجنیر کاوه خروش او ورسره ملګري پلاوي ترمنځ ګډه ناسته د تګاب ولسوالي د ولسوال ښاغلي مولوي مرتضی په دفتر کې ترسره شوه.

په دې دوه اړخیزه ناسته کې د اوبو د سرچینو د هراړخیزه او دوامداره مدیریت په ځانګړي ډول د تګاب د هایدرو میټرولوژي سټېشن د ساتنې په اړه چې د تګاب د سیند پر سر د اوبواو انرژي وزارت له خوا نصب شوی. خبرې وشوې. او د تګاب ولسوالي حیاتي پروژو ته لومړیتوب ورکول شي: لکه دسورپل تګاب سولر پمپ پروژې تخنیکي سروې.د میره خیلو د کورد کیان کانال استنادي دیوال، د بدرآب د اوبو کانال. د سربند میره خېل پروژه، د تولاد کانال څخه پورته د جرکوره د استنادي دیوال پروژې سروې او د اړتیا وړ نورو مواردو په اړه خبرې وشوې

د سیندیزی فرعي څانګې رییس د تګاب د هایدرومیټرولوژي سټیشن څخه لیدنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د ګچ او بابلر د اوبو په لوړوالی کې توپیر له منځه یوسي او د یاد شوي سټیشن سینسرانو څخه هم لیدنه وکړه

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu