د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د SUNRAY ENERGY GROUP  شرکت له استازو سره لیدنه ترسره کړه

mew-admin
Sat, May 14 2022 3:45 PM
1

 د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف د خپل کار په دفتر کې د SUNRAY ENERGY GROUP شرکت له استازو سره لیدنه ترسره کړه او په هیواد کې يې د انرژي د پراختیا پروژو د پانګونې په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې،د یاد شرکت استازو په افغانستان کې د انرژي د تولید په پروژو کې له پانګونې سره لېوالتیا څرګنده کړه او په هېواد کې یې د انرژي د تولید د پروژو د تطبیق لپاره د زمینې په برابرولو کې د اوبو او انرژي وزارت د رهبري څخه د همکاري غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د دغه شرکت د لېوالتیا هرکلی وکړ او یادونه یې وکړه چې په هېواد کې د انرژي د سکتور پراختیا د خصوصي سکتور همکاري او پانګونې ته اړتیا لري.

ښاغلي عارف د یاد شرکت استازو ته د پانګونې د زمینې په برابرولو کې د اوبو او انرژي وزارت د رهبري د همکاري ډاډ ورکړ او د عملي اقداماتو د پیل لپاره یې پر لا همغږي باندې ټینګار وکړ.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu