د پولي تخنیک پوهنتون یو شمېر محصلینو چې د خپلو عملي زده کړو دوره د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سرچینو عمومي ریاست کې بشپړه کړې وه د یاد ریاست له خوا وستایل شول
د پولي تخنیک پوهنتون ۹ تنو محصلینو چې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سرچینو عمومي ریاست کې د لس ورځو په موده کې خپلې عملي زده کړې بشپړې کړې وې او په دې روزنیزه دوره کې ښه فعالیتونه ترسره کړي وو د یاد عمومي ریاست له خوا ورته ستاینلیکونه ورکړل شوو.
په هغه غونډه کې چې په همدي موخه جوړه شوې وه د مطبوعاتو او نشراتو رئيس ښاغلي الحاج غلام جیلاني "حق پرست" ، د اوبو سرچینو عمومي رئیس ښاغلي انجنیر فایزالرحمن "عزیزي" او د ځمکې لاندې اوبو سرچینو رئیس ښاغلي انجنیر عزیزالرحمن "عزیز " هر یوه په خپل وار سره زده کړیالان د وطن خدمت ته وهڅول.
ښاغلي" حق پرست" په دغه ناسته کې، د علم د ارزښت او د هغه د پلي کیدو او عملي کیدو په اړه خبرې وکړې او یادونه یې وکړه، چې په اوسنيو شرایطو کې د هیواد د آبادي او پراخیتا په لاره کې هڅه زمونږ ټولو ملي او ایماني دنده ده او دې لوړې موخې ته د رسیدو لپاره لازمه ده، چې د افغانستان ټول خلک یو بل ته لاس سره ورکړي او مثبت او اغیزمن ګامونه واخلي.
د اوبو سرچینو عمومي رئيس ښاغلي "عزیزي" په ورځنې ډول د اوبو سرچینو کموالي د موضوع په هکله خبرې وکړې او ټینګار یي وکړ، چې د اوبو سرچینې مدیریت ته اړتیا لري او دا د افغانستان د ټولو خلکو مسؤلیت دی په ځانګړي توګه د هغو کسانو دنده ده چې روزنه یې لیدلې ده.
همدارنګه د ځمکې لاندې اوبو سرچینو رئيس ښاغلي عزیز الرحمن "عزیز" په خپل وار سره محصلین د هیواد خدمت ته وهڅول او د اوبو د مدیریت په برخه کې یې د علمي څیړنو په ترسره کولو کې د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.
