د دعوت او ارشاد رياست د اوبو او انرژي وزارت د کارکوونکو لپاره روزنيزه او اصلاحي غونډه جوړه شوه.

mew-admin
Thu, Jun 02 2022 12:50 PM
1

دغه غونډه د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس مولوی ګل الرحمن عارف په مشري د اوبو او انرژي وزارت د يو شمېر کارکوونکو په ګډون د دغه وزارت په جومات کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د ارشاد او دعوت رئيس د دغه وزارت له کارکوونکو څخه وغوښتل چې د دغه رياست د پروګرامونو د ښه وړاندې کولو په خاطر خپل وړانديزونه، نيوکې او نظرونه شريک کړي تر څو د دې غونډو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخیستل شي.

د غونډې په پای کې د ارشاد او دعوت رئیس ښاغلي مولوی ګل الرحمن عارف له ټولو همکارانو څخه مننه وکړه

User account menu