د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د زرمت ولسوالي مشرانو ته په پکتیا ولایت کې د اوبو بندونو د جوړولو د پروژو د پلي کیدو ډاډ ورکړ
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د انرژي معین ښاغلي عارف الله عارف او د دې وزارت د مطبوعاتو او نشراتو رئیس الحاج غلام جیلاني حق پرست په ملتیا په کابل کې میشت دپکتیا ولایت د زرمت ولسوالي له مشرانو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، ښاغلي الحاج زیړي ګل نعماني په کابل کې میشت د زرمت ولسوالي یو تن قومي مشر د اوبو او انرژي وزرات سرپرست وزیر ته ښه راغلاست وویل او د هغه ولایت د خلکو د ستونزو او اړتیاو په هکله خبرې و کړې.
د دې کتنې په دوام کې، دوو تنو نورو قومي مشرانو د ښاغلي ډاکټر نورمحمد غفوري او ښاغلي ډاکټر خوشحال د زرمت ولسوالي د خلکو د ستونزو په هکله خبرې وکړې او او خپل وړاندیزونه او غوښتنې یې د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي منصور په خپلو خبرو کې د د زرمت ولسوالي د خلکو سرښندنې وستایلي او د دوی فداکاري او سرښندنې یې د قدر وړ و بللې.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د پکتیا ولایت مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د اوبو او انرژي وزارت له خوا به د دوی ستونزو او اړتیاو ته رسیدګي وشي.
همدا راز د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف د پکتیا ولایت مشرانو ته د انرژي پروژو د تولید او د برېښنا رسولو پروژو ډاډ ورکړ او خلکو ته په رښتیني ډول د خدمتونو وړاندې کول یې د اسلامي امارت د مسؤلینو تر ټولو مهمه دنده وباله.
د یادولو وړ ده، چې په دې لیدنه کې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي ډیری مشرانو حضور در لود.
