د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د زرمت ولسوالي مشرانو ته  په پکتیا ولایت کې د اوبو بندونو د جوړولو د پروژو د پلي کیدو ډاډ ورکړ

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۲ - ۱۹:۲۸
۱۲/۳/۱۴۰۱

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د انرژي معین ښاغلي عارف الله عارف او د دې وزارت د مطبوعاتو او نشراتو رئیس الحاج غلام جیلاني حق پرست په ملتیا په کابل کې میشت دپکتیا ولایت د زرمت ولسوالي له مشرانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي الحاج زیړي ګل نعماني په کابل کې میشت د زرمت ولسوالي یو تن  قومي مشر د اوبو او انرژي وزرات سرپرست وزیر ته ښه راغلاست وویل او د هغه ولایت د خلکو د ستونزو او اړتیاو په هکله  خبرې و کړې.

د دې کتنې په دوام کې، دوو تنو نورو قومي مشرانو د ښاغلي ډاکټر نورمحمد غفوري او  ښاغلي ډاکټر خوشحال د زرمت ولسوالي د خلکو د ستونزو په هکله خبرې وکړې او او خپل وړاندیزونه او غوښتنې یې د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي منصور په خپلو خبرو کې د د زرمت ولسوالي د خلکو سرښندنې وستایلي او د دوی فداکاري او سرښندنې یې د قدر وړ و بللې.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د پکتیا ولایت مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د اوبو او انرژي وزارت له خوا به د دوی ستونزو او اړتیاو ته رسیدګي وشي.

همدا راز د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف د پکتیا ولایت مشرانو ته د انرژي پروژو د تولید او د برېښنا رسولو پروژو ډاډ ورکړ او خلکو ته په رښتیني ډول د خدمتونو وړاندې کول یې د اسلامي امارت د مسؤلینو تر ټولو مهمه دنده وباله.

د یادولو وړ ده، چې په دې لیدنه کې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي ډیری  مشرانو  حضور در لود.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu