د انرژي معینیت د رهبري د دې اونۍ په ناسته کې د تېرې اونۍ پریکړې تر څېړنې لاندې ونیولې او پر څو  نورو مهمو موضوعګانو باندې بحث وشو

mew-admin
Sun, Jun 05 2022 11:40 AM
1

د انرژي معینیت اونیزه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف، د انرژي سکتور د ټولو رئيسانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په ګډون تر سره شوه.

په دغه ناسته کې، رئيسانو  او مسؤلینو د نغلو بند د سل میګاواټه پروژې د استملاک په اړه د د تېرې غونډې د پریکړې د تطبیق ، د انرژي څانګې د قانون  او کړنلارو د بیاکتنې او یو شمېر نورو موضوعګانو په هکله چې په تېرې اونۍکې پریکړې شوې وي، هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د غونډې په دوام کې، مسؤلینو د انرژي په برخه کې د بېلابیلو سکتورونو د پانګونې په برخه کې پر یو شمېر نورو مهمو مسایلو د انرژي د پراختیایي پروژو په برخه کې بحث او د نظر تبادله وکړه او د پروژو د تطبیق لپاره یې د زمینې د برابرولو او پراختیا په موخه لازم تصمیمونه ونیول.

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف په ناسته کې د مطرح شویو  موضوعګانو تر هر اړخیزې څېړنې وروسته، د اجراآتو د ښه والي او پر وخت ترسره کولو لپاره لازمې پریکړې وکړې او اړوند مسؤلینو ته یې اړین هدایات ورکړل.

User account menu