د اوبو معینیت تخنیکي ناسته د اوبو د پروژو د تطبیق په برخه کې د کرنې وزارت سره د لا زیاتې همغږۍ، په سیندیزیو سیمو کې د پروژو د کار د چټکتیا او یو شمېر نورو مهمو او اړینو تصامیمو په موخه ترسره شوه.

mew-admin
Thu, Jun 09 2022 2:58 PM
1

په دې غونډه کې چې مشري یې ښاغلی انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د اوبو او انرژی وزارت د اوبو معین کوله د اوبو سکتور د ټولو رئیسانو او مسولینو په حضور کې جوړه شوه. په دې غونډه کې په مهمو تخنیکي او اداري مسایلو خبرې وشوې.

د اوبو د پروژو په پلي کولو کې د کرنې وزارت سره همغږي، په سیندیزو سیمو کې د اوبو د پروژو د سروې چارې ګړندۍ کول٫ په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د مصنوعي تغذیی پروژې د تطبیق لپاره برابرول٫ د اوبو د سکتور د کارکوونکو د کړنو په اړه ارزونې او یو شمیر نور مهم تخنیکي مسایل شامل وو. چی په نننۍ ناسته کې په دې اړه لازم تصمیمونه ونیول شول. د اوبو او انرژی وزارت ‌ د اوبو معین ښاغلی محترم انجینر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د یادو ټولو موضوعاتو راپور د مسؤلینو لخوا واوریدی. او له هر اړخیزې ارزونې وروسته یې پریکړې وکړئ.

همدارنګه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ټولو اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې چې په خپل وخت یې تطبیق کړي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu