د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د خضر کاریز د پاک کاري د چارو څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Sun, Jun 12 2022 12:08 PM
1

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئیس  ښاغلي حاجي عمرا خان صدیقي او ور سره مل د یاد ریاست یو شمېر کارکوونکو د خضر کاریز د پاک کاري د چارو څخه لیدنه وکړه .

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئیس د یاد کاریز د چارو څخه د لیدنې پرمهال د چارو د ښه ترسره کولو باندې ټینګار وکړ، تر څو د پاک کاري څخه وروسته د اوبو په کچه کې په مناسبه اندازه بدلون راشي او د سیمې د اوسیدونکو ستونزې هوارې شي.

د یادولو وړ ده، چې یاد کاریز د ۲۰۷۵ متره اوږدوالي په اندازه پاک کاري کېږي.

User account menu