د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس د (AMP) موسسې له ولایتي مسؤل سره وکتل

mew-admin
Mon, Jun 13 2022 3:56 PM
1

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي حاجي عمرا خان صدیقي د (AMP) موسسې د لوګر ولایت د عمومي مسؤل ښاغلي حاجي محمدالدین مهمند سره وکتل.

په دې لیدنه کې، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د اوبو چارو د تنظیمولو په برخه کې خبرې وکړې او د نوموړي موسسې له مسؤل څخه یې د اوبو په مهارولو کې د همکاري غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، د یادي موسسې ولایتي مسؤل د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس ته د اوبو چارو د تنظیمولو او مهارولو په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ.

User account menu