د اوبو او انرژي وزارت په انګړ کې د یوه څارنیز او څېړنیز څاه د کیندلو پروژه د دغه وزارت د معینانو په شتون کې پرانیستل شوه

mew-admin
Sun, Jun 19 2022 3:57 PM
1

یاده پروژه چې د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف ، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده په واسطه پرانیستل شوه د مالي او اداري عمومي ریاست له خوا د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د ریاست په همکاري د څېړنو، څارنو او د څښاک اوبو د تامین په موخه په لاره اچول شوي ده.

دغه څاه به د ۱۲۰ مترو په ژوروالي وکیندل شي، چې له هغې څخه به د  وزارت په ساحه کې د ځمکې لاندې اوبو د څرنګوالي او څومره والي، په یاده ساحه کې د اوبو د سطحې څخه په دوامداره توګه څارنه او د پوهنتونو زده کړیالانو ته د زده کړو په موخه چې د اوبو او انرژي وزارت ته راځي ورڅخه ګټه واخیستل شي.

همدارنګه د یادولو وړ ده، چې د دې څاه له اوبو څخه به د وزارت په کچه د څښاک اوبو په برابرولو کې کار واخیستل شي.

User account menu