د کجکي بند د چارو د پرمختګ د وضعیت د څېړلو او د پاتې چارو د چټکتیا په موخه د اوبو او انرژي وزارت د رئيسانو ، مسؤلینو او د ۷۷ ترکي شرکت د استازي ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه
یاده ناسته چې د وزارت د رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو او د ۷۷ ترکې شرکت استازي ښاغلي بوراک(BURAK) ترمنځ جوړه شوې وه، د کجکي بند د دوهم فاز پروژې د وضعیت د پرمختګ څېړلو، د حقوقي سندونو بشپړولو او د پروژې د استملاک موضوع د هوارولو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.
مسؤلینو د یادو موضوعاتو په هکله هر اړخیز بحث وکړ او دواړو لورو د چارو پر چټکتیا او د پروژې د استملاک موضوع پر هوارولو باندې ټینګار وکړ.
