امیرالمؤمنین د هېواد په کچه له لویو سوداګرو، صنعت‌کارانو او پانګوالو سره لیدنه وکړه

mew-admin
Tue, Jun 21 2022 12:35 PM
1

امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة‌الله اخوندزاده تېره ورځ کندهار کې د سوادګرۍ او پانګونې او د صنایعو او معدنونو خونو له ګډ پلاوي سره، چې د هېواد په کچه سوداګر، صنعت‌کاران او پانګوال پکې شامل و، لیدنه وکړه.

نوموړي په دغه لیدنه کې وویل، چې ا.ا تل د سوداګرو، صنعت‌کارانو او پانګه‌والو ملاتړ کړی او راتلونکي کې به هم ځانګړې پاملرنه ورته کوي.

عالیقدر امیرالمؤمنین له یاد پلاوي وغوښتل، چې د هېواد د اقتصادي خپلواکۍ او پرمختګ په برخه کي رغنده ګامونه واخلي او هېواد کې د ننه پانګونه زیاته کړي؛ ترڅو خلکو ته په ښه ډول کاري زمینه برابره شي.

نوموړي ټول سوداګر، صنعت‌کاران او پانګه‌وال د هېواد اقتصادي ځواکونه یاد کړل.

په دغه لیدنه کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ښاغلی ملا عبدالطیف منصور، د چارو ادارې لوی رییس ښاغلی مولوي احمد جان احمدي او د کندهار والي ښاغلی حاجي محمد یوسف وفا هم حضور درلود.

User account menu