په هېواد کې د انرژي د تولید د پروژو د پلي کیدو په موخه د پاورچاینا (Power China).  شرکت له استازي سره د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Sat, Jun 25 2022 4:10 PM
۱

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د پاور چاینا(Power China)  شرکت له استازي سره ناسته ترسره او د انرژي د تولید د پروژو د پلي کیدو په برخه کې یې د پانګونې لپاره پر لازمې همغږي باندې بحث او دنظر تبادله وکړه.

په دغه ناسته کې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په افغانستان کې  د یاد شرکت د پانګونې له لیوالتیا څخه د انرژي د تولید په پروژو  باندې هر کلی وکړ او  د لازمې همغږیو په چټکتیا او د عملي کړونو په پیلولو يې ټینګار وکړ.

ښاغلي منصور د نوموړي شرکت استازي ته د د پروژو د پلي کیدو په برخه کې د هر راز همکاري ډاډ ورکړ او له هغوی څخه یې و غوښتل چې ژر تر ژره دې خپل پروپوزل چمتو او د وزارت له رهبري سره دې شریک کړي، ترڅو د یاد شرکت پروپوزل ته په کتو دواړه لوري د تړون د لاسلیک کیدو په طی مراحلو او د عملي کړنو په ترسره کولو باندې لاس په کار شي.

په ورته وخت کې، د پاور چاینا شرکت استازي د اوبو او انرژي وزارت د رهبري له اعتماد څخه په قدرداني سره یادونه وکړه، چې ډیر ژر به د دوی تخنیکي ټیم د وزارت له تخنیکي ټیم سره په ګډه د پروژو د پلي کیدو ساحې له نږدې څخه د مطالعې لاندې ونیسي او له هغه وروسته به خپل پروپوزل په کره او اقتصادي ډول د وزارت له رهبري سره شریک کړي.

د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د اوبو او انرژي وزارت او د پاورچاینا شرکت سره د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شوی او تر هغه وروسته تر اوسه پوري څو ګډې تخنیکي او د همغږي ناستې د دواړو لورو ترمنځ ترسره شوې دي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu