د ارغنداب رود فرعي حوزه کې د اوبو د ښه تنظیم، وېش او کنترول په موخه ناسته ترسره شوه

mew-admin
Sun, Jul 03 2022 10:44 AM
1

د ارغنداب رود فرعي حوزه کې د اوبو د ښه تنظیم، وېش او کنترول په موخه د یادې حوزې د رئيس ښاغلي ملا سید محمد شرافت په مشري غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې، د اوبو د ښه مدیریت او وېش لپاره  یوه اووه کسیزه کمیټه چې په راس کې یې د اوبو د تنظیم آمر ښاغلي انجنیر وحیدالله کامران وټاکل شو، جوړه شوه؛ ترڅو اوبه په ښه شکل مدیریت او کنترول شي.

User account menu