د پنج آموسیندیزې عمومي حوزې اړوند ولایتونو کې د  UNDP  دفتر د ۲۰۰ زره آمریکایي ډالرو په ارزښت د پروژو چارې پيلوي

mew-admin
Mon, Jul 04 2022 4:17 PM
1

د پنج آموسیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر رفیع الله مجتبي نن د خپل کار په دفتر کې د UNDP دفتر د شمال ختیځ زون له استازي سره وکتل.

په یاده ناسته کې، د نوموړي دفتر استازي وویل، په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې  د" آبادي" تر نامه لاندې د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې اړوند ولایتونو( کندز، بغلان، تخار، بدخشان او بامیان) کې د ۲۰۰زره آمریکایي ډالرو په ارزښت د کانالونو پاکوالي، چکډمونو، ګبیون کاري او استنادي دیوالونو پروژو چارې پیل کړي.

په ورته وخت کې،  د پنج آموسیندیزې عمومي حوزې رئيس د یاد دفتر استازي ته د دې حوزې اړوند ولایتونو کې د بیړنیو او نیمګړو پروژو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د یادې ناستې په پای کې دواړو لورو یو بل ته د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ور کړ.

د یادولو وړ ده،  هره پروژه چې  د UNDP  دفتر پلی کوي ارزښت به یې تر ۲۰۰ زره آمریکایي ډالرو پوري وي.

همدارنګه د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې رئيس وویل چې په نږدې ورځو کې به د UN دفتر له رئيس سره هم لیدنه ترسره کړي.

User account menu