د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو او له زلزله ځپلو سره د غمشریکي په هکله! د ا.ا.ا د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملاعبداللطیف منصور پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
تر هرڅه وړاندې د قرباني، وحدت، ایثار او پر باطل باندې د حق د برلاسي یعني لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د ټولې نړۍ مسلمانانو په ځانګړې توګه د افغانستان قهرمان ملت ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم.
لوی خدای (ج) دې د ټولو مسلمانانو قرباني او عبادتونه او د حجاجو کرامو حجونه قبول کړي، خوشاله یم او د لوی خدای (ج) شکر پرځای کوم چې زمونږ ځوریدلی ملت له کلونو جنګ، اشغال او نا امني وروسته ، سږکال د اسلامي امارت د بیرغ او شرعي نظام تر سیوري لاندې د بشپړ امنیت په فضآ کې د اختر خوشالي لمانځي. په خواشیني سره باید ووایم دا چې په خوست، پکتیکا اوځینو نورو ولایتونوکې د وروستۍ زلزلې او سیلانونو له امله ز مونږ زیات شمیر هیواد والوته ځاني او مالي تلفات واوښتل، له یادو هیوادوالو سره غم شریکي څرګندوم، شهیدانو ته جنت الفردوس، ټپیانوته عاجله شفآ او خپلوانو ته يي له لوی خدای (ج) څخه اجر او صبر غواړم.
درنوهیوادوالو! اختر مو مبارک ،قربانۍ او عبادات مو د لوی خدای (ج) په دربار کې قبول شه، الله (ج) دې داسې اخترونه پر مونږ او تاسو باندې بیا بیا راولي.
په درنښت
ملاعبداللطیف منصور
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر
