د انرژي معینیت اونیزه ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف تر مشري لاندې د انرژي سکتور د ټولو رئیسانو په ګډون ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د تېرې ناستې اجراآت تر څېړنې لاندې ونیول شول او اړونده رئيسانو د خپلو کړنو راپور د انرژي معین حضور ته وړاندې کړل.
همدارنګه په یاده ناسته کې، د بدخشان ولایت د شورابک برېښنا بند د تخنیکي ستونزو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.
د دې ناستې په پای کې، د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف هدایت ورکړ، چې له اړوندو ادارو څخه دې ګډ پلاوی و ټاکل شي؛ ترڅو د بدخشان ولایت د شورابک برېښنا بند تخنیکي ستونزې له نږدې څخه و څېړې او خپل راپور دې د انرژي معینیت مقام ته وړاندې کړي.
