یو شمېر افغان او ایراني پانګوال له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه باندې پانګونې ته لېواله دي

MEW-Media
Sun, Jul 24 2022 5:22 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې له یو شمېر افغان او  ایراني پانګوالو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، یادو پانګوالو له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد  په پروژه باندې د خپلې پانګونې لېوالیتا څرګنده کړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د افغان او ایراني پانګوالو له لېوالتیا چې له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه باندې پانګونه کوي،  هر کلی  وکړ او زیاته يې کړه" مونږ هغو ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته چې له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه باندې د پانګونې لېوالتیا غوښتونکي دي، د پانګونې زمینه چمتو کوو. "

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر یادو پانګوالو ته د امنیت ټینګښت  او د دې وزارت د قوانینو او تګلارو په چوکاټ کې د هر ډول همکاري  ژمنه وکړه.

په دې ناسته کې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر اړونده ریاستونو ته هدایت ورکړ، چې د یادو شرکتونو او اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیمونه دې پر تخنیکي مسایلو باندې کار وکړي، ترڅو د هوکړه لیک د لاسلیک کیدو لپاره زمینه چمتو شي.

د یادولو وړ ده، چې تېره ورځ د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړ شوی و، او د وزارت د کړنو او لاسته راوړنو په هکله یې خبرې کولې له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه باندې د ګڼو ملي او نړیوالو پانګوالو د پانګونې له لېوالتیا څخه هم یادونه وکړه.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu