د روښنایي په لور یو بل ګام؛ د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز پروژه به تر دوو نورو ورځو پورې پرانیستل شي

mew-admin
Mon, Jul 25 2022 4:20 PM
1

په هلمند ولایت کې د کجکي برېښنا بند د پروژې د دوهم فاز لپاره چمتووالی زمونږ هېوادوالو ته دا زیری ورکوي چې دا پروژه به تر دوو نورو ورځو پورې پرانیستل شي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

اوسمهال د یادې پروژې کار بشپړ شوی او پرانیستلو او ګټې اخیستنې ته چمتو دی، د یاد بند قرارداد په  ۱۳۹۷ لمریزکال د چنګاښ په ۲۳ نیټه د اوبو او  انرژي وزارت او د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت ترمنځ شوی وو.

د دې پروژې په پلي کېدو او د برېښنا د تولید د نویو توربینونو په نصبولو سره د کجکي بند د برېښنا د تولید وړتیا ۱۰۰ میګاواټه زیات شوی دی او د دغه بند د برېښنا د تولید ټولیز ظرفیت ۱۵۱ میګاواټو ته رسېدلی، چې کولای شي د هلمند او کندهار ولایتونو ټولې سیمې د برېښنا تر پوښښ لاندې راولي.

User account menu