د لغمان سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د قرغیو پل د هایدرولوژیکې استیشن څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Tue, Aug 02 2022 9:50 AM
1

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي شیرجان راشدي د یو شمېر تخنیکي کارمندانو په ملتیا د قرغیو پل د هایدرولوژیکې استیشن د وضعیت او د ساحوي مدیریت د ستونزو د حل لپاره اړونده ولسوالي ته سفر وکړ.

په پيل کې، د یاد استیشن کارمندانو  د استیشن د اهمیت او شته ستونزو په هکله د لغمان د سیندیزې فرعي حوزې رئيس ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د یاد سفر څحه موخه د هایدرولوژیکې استیشنونو د ساتنې او پالنې او د ساحوي کارمندانو د چارو څخه د څارنې په موخه ترسره شوه.

User account menu