د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په کابل کې د اوبو سکتور په برخه کې د ۸۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلې کوي
د کابل سينديزې حوزې عمومي ریاست سلاکار ښاغلي انجنیر روح الله مایار ورسره مل تخنیکي پلاوي د Life (SFL) Shelter for نړیوالې موسسې له مسئولینو سره د پروژو د ښه تطبیق او لازمې همغږي په موخه لیدنه ترسره کړه.
په دې لیدنه کې ، د هغو پروژو په هکله چې د يادې موسسې له خوا د کابل ولایت اړوند دوو (۲) ولسوالیو (بګرامې او خاکجبار) کې د اوبو د سکتور په برخه کې بېلابېلې پروژې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالى ملاتړ د ۸۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پلي کوي، بحث او د نظر تبادله وکړه.
په ورته وخت کي، د یادې موسسې مسؤلینو ژمنه وکړه چې یاد پروګرام به د کابل سیندیزې حوزې عمومي ریاست اړوند نورو فرعي سیندیزو حوزو کې هم پلي کوي.
