د کندز ولایت قلعه ذال ولسوالی د قلوخ تپې کلي کې د آمو سیند غاړو د تحکیماتو سروې ترسره شوه

mew-admin
Wed, Aug 03 2022 3:17 PM
1

د آمو سیند د غاړو د تحکیماتو رئیس ښاغلي  مولوی سیدغلام"مشواڼي" په هدایت او لارښونه د ذکر شوي ریاست تخنیکي ټیم د قلعه ذال ولسوالی د قلوخ تپې مقري کلي کې د آمو سیند د ویجاړو شوو غاړو سروې ترسره کړه.

د ذکر شوي کلي په اوږدو کې شاوخوا د ۵ کیلو متره په اوږدوالي د آمو سیند غاړې(سواحل) د تېرو څو کالونو راهیسې د اوبو د سطحې د لوړیدو او سیلابونو پر وخت ویجاړې شوې دي او اوس یې هم ویجاړیدل جریان لري.

د یادې پروژې په پلي کیدو سره به شاوخوا ۳۴۵۹ جریبه کرنیزه ځمکه او په لسګونو استوګنیز کورونه  د سیلابونو له احتمالي زیان څخه مصؤن شي.

User account menu