لغمان ولایت کې د چڼډال پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي شیرجان راشدي، د یاد ریاست یو شمېر مسؤلین او ور سره مل د WFP او MCA موسسو مسؤلینو دولت شاه ولسوالي ته سفر وکړ او د چنډال پروژه یې ګټې اخیستنې ته وسپارله.
یاده پروژه ۳۵۰ متره اوږدوالی لري او همدارنګه یوه بله پروژه چې ۷ کیلومتره د کانال پاک کاري او کیندنه وه د شپږو میاشتو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارله شوه.
د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس د یادو موسسو له مسؤلینو څخه د لغمان ولایت په بېلابېلو سیمو کې د اوبو په مهارولو کې د رغنده ونډې اخیستنې غوښتنه وکړه.