دشمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس اود بلخ سیندیزې حوزې رئيس د سمرقندیان تقسیماتي سربند له وداني څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Mon, Aug 22 2022 4:49 PM
1

د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت او تخنیکي ټیم يې د بلخ د سیندیزې حوزې له رئیس ښاغلي مولوي موسی جان حقبین  او یو شمېر کارکوونکو سره د سمرقندیان تقسیماتي سربند له ودانیو او د کانال له مسیر څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې په ترڅ کې د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس د سیمي خلکو او د بند مسوولينو ته ټینګار وکړ چې باید د نوموړي  سربند د وسایلو ساتنې او پالنې ته دوامداره او جدي پاملرنه وکړي.  او هغه مقدار جغل چی د سربند پرچاوه برخه کې راټول شوي وو ژر تر ژره پاک کړي او د کومې ستونزې او اړتیا په صورت کې دې رياست ته خبر ورکړي.

نوموړی سربند شاوخوا  ١٨٢٣ هکتاره ځمکه خړوبوي. د دې سربند د ذخیروي کاسې  اوږدوالی ٤٥٠ متره ، د سربند لانديني پراخوالی ٦٧ متره او د پله اوږدوالی یې ١٠٤ متره دی او په کال کې د دې سربند د اوبو عادي جریان مقدار ٢٠ متر مکعب او اعظمي جریان تر ٥٠ متر مکعب په  ثانیه کې رسیږي.

سمرقندیان تقسیماتي سربند په١٣٧٧  لمریز کال د مشتاق، نهرعبدالله او نهر دولت آباد د کانالونو د اوبو د تأمين لپاره د آسيا پراختيايي بانک په مرسته جوړ شو، د نوموړي سربند اوبه د بلخ سیند څخه تأمینيږي،او همدارنګه ١٨ برېښنایي دروازې لري چې د سیلاب او د اوبو د کمښت په‌ وخت کې ورڅخه ګټه پورته کیږي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu