د انرژي معینیت اونیزه ناسته د رئيسانو د راپورونو د څېړنې او د یاد معینیت د یو شمېر پروژو د ستونزو د هوارولو په هکله ترسره شوه

mew-admin
Sun, Sep 11 2022 12:30 PM
1

یاده ناسته، د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي ملا محمد عیسی ثاني تر مشري لاندې د وزارت د انرژي سکتور د رئيسانو او مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د انرژي ښاغلي معین خلکو ته د رښتیني خدمتونو د رسولو د توفیق غوښتنې ترڅنګ، رئيسانو او نورو ټولو مسؤلینو ته د چارو د ښه والي په پار لازم هدایات ورکړل او ټینګار يې وکړ ، چې هر څوک د خپلې دندې د لایحې سره سم په خپلې کاري ساحه کې فعالیت وکړي ، ترڅو د وظیفوي تداخل څخه مخنیوي وشي.

په ورته وخت کې، یو شمېر رئيسانو  خپل کاري راپورونه د انرژي معین  حضور ته وړاندې کړل او همدارنګه توظیف شوې کمیټې  د جغتو ولسوالي د برېښنا اوبيزې تولیدي کوچني دستګاه او د بدخشان ولایت د شورابک بند پروژې د وضعیت  د څېړلو او ستونزو د هوارولو  په هکله خپل راپورونه د انرژي له معین سره شریک کړل.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu