د اوبو په معینیت کې د سترو پروژو د مدیریت دوهمه ناسته ترسره شوه

mew-admin
Wed, Sep 14 2022 4:24 PM
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د اوبو سکتور د رئيسانو او د سترو پروژو د مدیرانو په شتون کې ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د سترو پروژو د اسنادو د څېړنې، د پروژو د تخنیکي اسنادو د لاسلیک لپاره د کره میکانیزم په چمتوکولو، د سترو پروژو د غوره مدیریت په موخه د اسنادو د تائید او د مدیرانو د دندو د جلا کولو په موخه د مناسبو حل لارو په هکله  باندې بحث او د نظر تبادله وشوه.

د اوبو ښاغلي معین اړونده تخنیکي مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل ، د رئيسانو او د پروژو له مدیرانو څخه و غوښتل چې د اسنادو د تائید، مهر او لاسلیک په برخه کې مشخص میکانیزم تر لاس لاندې ونیسي، ترڅو په راتلونکي کې  د اسنادو  څېړلو د ستونزو د هوارولو لامل شي. هغه همدارنګه د هرې څانګې لپاره د دندو د مشخصو لایحو په چمتوکولو او د پروژو د مدیرانو د دندو پر جلا کولو باندې ټینګار وکړ.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu