د شمال سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د یو شمېر اداري موضوعاتو په هکله ناسته ترسره کړه

mew-admin
Sat, Sep 17 2022 10:39 AM
1

دا ناسته د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت تر مشري لاندې  د یاد ریاست د ټولو کارمندانو په ګډون ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د یو شمېر اداري او تخنیکي موضوعاتو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس، کارمندانو ته یې د چارو پر وخت او ښه ترسره کولو په اړه لازم هدایات ورکړل.

User account menu