د اوبو د مدیریت او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

mew-admin
Sun, Sep 25 2022 4:21 PM
1

یاد پروګرام د اوبو او انرژي وزارت د جومات د ملا ښاغلي مولوي هارون له لخوا د قرآنکریم د آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.

د یادې غونډې په دوام کې د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزي رئیس ښاغلي مولوي ولي محمد تائب د اسلام په مقدس دین کې د اوبو د ارزښت او سپما په اړه خبرې وکړي او ټینګار یې وکړ چې د اوبو له اسراف څخه ډډه وکړې.

همدارنګه، په دې پروګرام کې د هایدرولوژیکي شبکو د ساتنې او پراختیا آمر ښاغلي انجنیرعبدالعلیم مخبت د یوه پرزنټیشن په ترڅ  کې د ځمکې لاندې اوبو د وضعیت او د اوبو د سپما د لارو چارو په اړه د اړتیا وړ معلومات وړاندې کړل.

په ورته وخت کې ، د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې د دعوت او ارشاد مسئول ښاغلي مولوي شمس الرحمن جواد د اسلام په مقدس دین کې د اوبو د سمې ګټې اخیستنې او د اسراف څخه د مخنیوي په اړه خبرې وکړي  او د اوبو سپما یې یو دیني او انساني دنده وباله.

د یادولو وړ ده،  چې یاد پروګرام د اوبو سرچینو د وضعیت، مدیریت او سپما په اړه د عامه پوهاوي په موخه په لاره اچول شوی دی او درې ورځې به دوام ولري.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu