د هریرود مرغاب – سیندیزې حوزې عمومي ریاست د یو شمېر کارمندانو لپاره د وړتیا لوړولو ورکشاپ ترسره شو

mew-admin
Wed, Sep 28 2022 12:08 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د ځمکې لاندې اوبو سرچینو عمومي ریاست انجنیرانو د هریرود-مرغاب سیندیزې حوزې عمومي ریاست او د هغه ریاست اړوند فرعي سیندیزو حوزو د ځمکې لاندې اوبو سرچینو ریاستونو د یو شمېر کارمندانو لپاره د وړتیا لوړولو په موخه ورکشاپ ترسره کړ.

په یاد ورکشاپ کې، د دې وزارت د ځمکې لاندې اوبو سرچینو عمومي ریاست کارمندانو د یادې سیندیزې حوزې کارمندانو ته د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د مدیریت په برخه کې چې د هایدرولوجیکي شبکو پراختیا او رامنځته کول، د شته شبکو څخه د ځمکې لاندې اوبو ارقامو را ټولول، د جیوفیزیکي څېړنو د ترسره کولو په موخه د میتودلوژي پېژندل، د ساحو د څاه ګانو د کیندلو لپاره د هایدرولوجیولوژیکي سروې ګانو د ترسره کولو په موخه د نقاطو ټاکل، د ځمکې لاندې اوبو د وضعیت تحلیل او همدارنګه د باران اوبو د جمع کولو له لارې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو تغذیې د لاروچارو پېژندنه پکې شامل دي، بشپړ معلومات وړاندې کړل.

د یادولو وړ ده، چې د یاد ورکشاپ په پای کې ګډونوالو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu