اوبو او انرژي وزارت کې د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا د تولید د پلان چمتوکولو تخنیکي ټیم درېیمه ناسته ترسره شوه

mew-admin
Wed, Sep 28 2022 4:30 PM
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د اړونده ادارو د استازو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې،د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا د تولید د طرحې په چمتوکولو، د پانګوالو چارو د همغږي لپاره د کره میکانیزم په رامنځته کولو او د یادې طرحې د وروستي کولو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د ټاکل شوي تخنیکي ټیم د راپورونو تر څېړلو وروسته، لازم هدایات یې د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا د تولید د طرحې د چمتو کولو  په موخه وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ، چې یاده طرحه باید جامع او روښانه وي. نوموړي له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې لپاره د میکانیزم د رامنځته کولو په اړه هم لازم هدایات وړاندې کړل او یادنه یې وکړه، چې د میکانیزم منځپانګه باید په داسې ډول چمتو شي چې د هرې څانګې دندې او مسؤلیتونه په روښانه ډول تعریف کړي.

د یادولو وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د 19/9/1443 نیټې د پنځمې مصوبې د دوهم بند پر بنسټ، د اوبو او انرژي وزارت، ماليې وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، بهرنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، اقتصاد وزارت، کانونو او صنایعو وزارت، د افغانستان بانک او یو شمېر نورې اړونده ادارې موظفه شوې دي چې د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا د تولید طرحه چمتو او له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu