د FAO دفتر د اوبو په سکتور کې ۴۵ پروژې په شمال ختیځ زون کې پلي کوي

MEW-Media
Sat, Oct 01 2022 3:46 PM
1

 

 

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر رفیع الله مجتبی په افغانستان کې د FAO د دفتر له عمومي رئيس ښاغلي ریچارد او مل پلاوي سره وکتل او په شمال ختیځ زون کې یې د یاد دفتر د پروژو د پلي کېدو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې، د یاد دفتر رئيس څرګنده کړه، په پام کې لري چې په شمال ختیځ زون کې د کانالونو د بیارغونې او واټر شیټونو په برخه کې ۴۵ پروژې په بغلان، کندز،تخار او بدخشان ولایتونو کې  پلي کړي.

په ورته وخت کې، د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د یاد دفتر له عمومي رئیس سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

 

 

User account menu