د خصوصي پانګوالو د جذب او جلب په موخه د اوبو او انرژي او صنعت او سوداګري وزارتونو د مسؤلینو ترمنځ د همغږي ناسته ترسره شوه.

mew-admin
Sun, Oct 02 2022 3:17 PM
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د صنعت او سوداګري وزارت د پراختیا او پانګونې د ملاتړ د رئيس ښاغلي صبغت الله آخندزاده او د دواړو وزارتونو د یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د صنعت او سوداګري وزارت مسؤلینو د پانګونې د جلب او جذب په برخه کې د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې د دغه وزارت د کړنو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل،  مونږ هڅه کوو چې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه منعکس کړو او د کورنیو او بهرنیو خصوصي پانګوالو پام په افغانستان کې پانګونې ته جلب کړو.

د اوبو ښاغلي معین د صنعت او سوداګري وزارت د مسؤلینو له کړنو څخه د مننې ترڅنګ ، د پانګوالو د جلب او جذب په برخه کې ګډه همکاري د هېواد په پرمختګ او د افغان ولس د هوساینې په برخه کې اغېزمنه وبلله او ژمنه يې وکړه، چې په دې برخه کې به شپه او ورځ کار وکړي.

په پای کې، د دواړو  وزارتونو مسؤلینو د اوبو او انرژي په  پروژو کې  د پانګوالو د جلب او جذب د زمینې په برابرولو کې پر لا زیاتو همکاریو او همغږیو باندې ټینګار وکړ.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu