د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې اداري غونډه د یو شمېر تخنیکي سروې ګانو د پيلولو په هکله ترسره شوه

mew-admin
Wed, Oct 05 2022 12:30 PM
1

یاده ناسته د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې د رئيس ښاغلي مولوي عبدالصمد حلیم تر مشري لاندې ترسره شوه او پکې د چکډمونو د تخنیکي سروې ګانو د پیلولو، تر کار لاندې پروژو څخه په دوامداره توګه څارنه او د خیریه بنسټونو لپاره د پروژو د غوره پلي کېدو لپاره د اړینو آسانتیاوو د برابرولو په هکله بحث او دنظر تبادله وشوه.

د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې رئیس د سروې ګانو د غوره ترسره کولو په پار اړونده مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل.

User account menu