د لغمان ولایت د شاهي کانال پروژې د چارو د څېړلو په هکله د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Mon, Oct 17 2022 4:03 PM
1

دا ناسته د تېرو ناستو په دوام کې د اوبو او  انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو، تخنیکي مسؤلینو او د قراردادي شرکت د استازي په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د یادې پروژې د مطالعاتو امکان سنجي، تخنیکي سروې او د پروژې د نورو چارو په هکله بحث او نظر تبادله وشوه.

د اوبو ښاغلي معین د تخنیکي مسؤلینو د اندونو تر آورېدولو وروسته، د یادې پروژې د چارو د تنظیم او چټکتیا په پار لازم تخنیکي هدایات ورکړل.

User account menu