د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالي کې د جوی کلان سربند پروژې د ساتنې او پالنې چارې ۴۰ سلنه بشپړې شوې دي

mew-admin
Tue, Oct 18 2022 2:39 PM
1

د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالي کې د جوی کلان سربند د ساتنې او پالنې پروژې د روانو چارو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه او د یادې پروژې د چارو پر کیفیت او چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ.

د یادې پروژې چارې چې د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د اوبو سکتور د بشر پاله مرستو په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېږي، ۴۰ سلنه بشپړې شوې دي.

User account menu