د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس په فاریاب ولایت کې د دهنه دره او سرحوض د اوبو ذخیروي بندونو څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Sat, Oct 22 2022 10:40 AM
1

د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت، د شیرین تګاب سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي مولوي محی الدین مبارز او د یادو ریاستونو یو شمېر نورو مسؤلینو په ملتیا د فاریاب ولایت په پښتون کوټ ولسوالي کې د دهنه دره او سرحوض د اوبو ذخیروي بندونو څخه لیدنه ترسره کړه.

د یادې ولسوالي اوسیدونکو د شمال سیندیزې حوزې له عمومي رئيس څخه د یادو بندونو د جوړولو چارو د پیلولو غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس د پښتون کوټ ولسوالي له اوسیدونکو سره د شته امکاناتو او او بودجې په پام کې نیولو سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

User account menu