د ژمن ګروپ د شرکتونو استازو د انرژي د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د ژمن ګروپ شرکتونو د استازو سره په داسې حال کې چې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئيس ښاغلي مولوي محمد حنیف حمزه هم شتون در لود، وکتل.
په یاده لیدنه کې، د ژمن ګروپ شرکتونو استازو د خپلو کړنو په هکله معلومات وړاندې کړل او په هېواد کې یې د انرژي د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د انرژي د تولید په پروژو کې د ژمن ګروپ شرکتونو د پانګونې له لېوالتیا څخه هر کلی وکړ او د یادو شرکتونو له استازو څخه یې وغوښتل، چې د دې وزارت له تخنیکي مسؤلینو سره اړینه همغږي ترسره کړې.
ښاغلي منصور څرګنده کړه، چې د دې وزارت د مقررو او کړنلارو سره سم د انرژي د تولید د پروژو په برخه کې له هر راز پانګونې څخه هر کلی کوي.
