د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د غزني ولایت له مشرانو سره وکتل

mew-admin
Thu, Oct 27 2022 2:05 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د غزني ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل او په هغه ولایت کې یې د اوبو پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.

د غزني ولایت مشرانو په یاده لیدنه کې خپلې ستونزې او اړتیاوي د اوبو له معین سره شریکې کړې او په هغه ولایت کې یې د اوبو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

د اوبو ښاغلي معین د یاد ولایت مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د غزني ولایت د سردې او سلطان بندونو د ساتنې او پالنې پروژو چارې د دې معینیت په لومړیتوبونو کې دي او د شته امکاناتو  او متوازنې پراختیا په پام کې نیولو سره به د غزني خلکو ټولو ستونزو ته رسیدګي وشي.

User account menu