ارزګان ولایت کې د ۶ کانالونو د پاکاري چارې پیل شوې

mew-admin
Sat, Oct 29 2022 2:49 PM
1

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ  کې د ۶ کانالونو د پاکاري چارې د ارزګان سیندیزې فرعی حوزې د مسؤلینو او د یاد ولایت د یو شمېر سیمه اییزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

په یادو پروژو کې نږدې دوه نیم زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده چې د ورځني کار په بدل کې، ۴۰۰ افغاني ورکول کېږي.

د یادو پروژو چارې د UNHCR سازمان په مالي ملاتړ د ارزګان سیندیزې فرعی حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي او چارې یې به د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي.

User account menu