غور ولایت کې د اوبولګولو شبکو د څلورو پروژو چارې د نږدې څلور میلیونه افغانیو په ارزښت په رسمي توګه پیل شوې

mew-admin
Sat, Oct 29 2022 3:35 PM
1

د اوبو لګولو کانالونو د ساتنې او پالنې څلور پروژو چارې چې د کانالونو لایروبي، استنادي دیوالونو جوړولو او د کانالونو لایننګ کاري پکې شاملې دي، د نږدې څلور میلیونه افغانیو په ارزښت په غور ولایت کې د یاد ولایت د والي ښاغلي ملا احمد شاه دین دوست، د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي مولوي عبدالسلام مستوفي آغا، د غور هریرود سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي ملا رحمت الله اماني او د یاد ولایت د یو شمېر نورو سیمه اییزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

په یادو پروژو کې د څه باندې څلور زره کسانو لپاره د کار زمینه چمتو شوې او چارې به یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي.

یادې پروژې د غور ولایت په تسرقي، بادګاه، پوزه لیچ او سیاه سنګ کلیو کې پلې کېږي.

User account menu