د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د لوګر ولایت د ده نو الوزیو قومي مشرانو سره وکتل
د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي حاجي عمراخان صدیقي د یاد ولایت د ده نو الوزیو قومي مشرانو سره وکتل.
په یاده ناسته کې، یادو مشرانو د اوبو په برخه کې خپلې ستونزې له ښاغلي صدیقي سره شریکې کړي.
ښاغلي صدیقي یادو مشرانو ته د اوبو په برخه کې د دوی د ستونزو د هوارولو په برخه کې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه.
