کنړ ولایت کې د بریکوټ کوټیا کانال د رغونې او پاکاري چارې پيل شوې

mew-admin
Sat, Nov 12 2022 9:51 AM
1

د کنړ ولایت په ناړۍ ولسوالي کې د بریکوټ کوټیا کانال د رغونې او پاکاري چارې د کنړ سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي ملا دوست محمد حنفي او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

د یادې پروژې په پرانیست غونډه کې ښاغلي حنفي د اوبو د مدیریت او ارزښت په هکله خبرې وکړې او د چارو په غوره توګه پرمخ وړلو باندې یې ټینګار وکړ.

د دې پروژې چارې چې د اوبو په سکتور کې د بشري مرستو په مالي ملاتړ د کنړ سیندیزې فرعي حوزې په تخنیکي همکاري پرمخ وړل کېږي، پکي په لسګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

User account menu