په لغمان ولایت کې د دوه اويا ميلیونه افغانیو(۷۲۰۰۰۰۰۰) په ارزښت د دریو سربندونو او یو استنادي دیوال  د بنسټ ډبره کښیښودل شوه

MEW-Media
Thu, Nov 17 2022 9:43 AM
1

 

د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالي اړوند د دولچ شاهي، دړنګي، اولوک سربندونو او د لمبړي کانال د استنادي دیوال د پروژو د جوړیدو چارې د دوه اويا ميلیونه افغانیو(۷۲۰۰۰۰۰۰)په ارزښت د لغمان والي ښاغلي قاري زین العابدین عابد، د لغمان سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي مولوي شیرجان راشدي او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.

د یادو پرژو چارې چې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ د ABM موسسې له خوا د لغمان سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې پلې کيږي، پکې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

ټاکل شوې ده، چې د یادو سربندونو او استنادي دیوال د جوړیدو چارې د ۹ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادو ولو وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم په لغمان ولایت کې د شمرام او میاصاحب د سربندونو د جوړیدو چارې د پنځه پنځوس میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې وي.

 

User account menu