د جوزجان ولایت سیندیزې حوزې تخنیکې غونډه ترسره شوه
د جوزجان ولایت د سیندیزې حوزې ریاست تخنیکې غونډه د یاد ریاست د رئیس ملا سعدالدین سلیمي تر مشری لاندې د ځمکي لاندې اوبو د کمښت د خطراتو په هکله ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د اوبو سرچینو آمرینو د ځمکي لاندې اوبو د کمښت د خطراتو په هکله خپل ګزارش وړاندي کړ او ویې ويل چې په دې ولایت کې ژوري څاګانې په غیر معیاري ډول کېندل کېږي چي د اوبو د قانون او د ځمکي لاندې اوبو د طرزالعمل پر بنسټ به ورسره چلند وشې.
