د هېواد د سترو پروژو قراردادونو د څېړنې پلاوي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Sat, Nov 26 2022 4:36 PM
1

د هېواد د سترو پروژو قراردادونو د څېړنو د تېرو ناستو د لړئ په دوام، یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د وزارتونو او اړوندو ادارو د استازو په ګډون ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د هېواد یو شمېر ستر قراردادونه تر څېړنې او مطالعې لاندې و نیول شوه او یاد پلاوي د هغوی په هکله په هر اړخیز ډول بحث او د نظر تبادله وکړه.

د یادولو وړ ده، چې یاد پلاوی د افغانستان اسلامي امارت د ۱۷ ګڼې مصوبي د څلورم بند پر بنسټ ټاکل شوی، ترڅو ټول ستر قراردادونه وڅېړي او د هغوی تر بشپړ څېړلو وروسته د خپلو پایلو راپور له کابینې سره شریک کړي.

یاد پلاوي له هغه وخته تر اوسه پورې د هېواد یو شمېر ستر قراردادونه تر مطالعې او بیاکتنې لاندې نیولي او همدارنګه د لسګونو پروژو وضعیت یې له نږدې څخه څېړلی دی.

User account menu