د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د تره خیلو مرکزي دسپیچنګ او د برېښنا د تولید حرارتي دستګاه څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Thu, Dec 01 2022 10:19 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور او وسره مل پلاوي د تره خیلو مرکزي دسپیچنګ او د برېښنا د تولید حرارتي دستګاه څخه لیدنه ترسره کړه.

د تره خیلو د برېښنا حرارتي دستګاه د څو کلونو راهیسي تر اوسه پورې د هغې د سوند توکو د لوړې بیې له کبله غیره فعاله ده.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یاد حرارتي برېښنا د لیدلو پر وخت مسؤلینو ته د هغې د حفظ او مراقبت او د هغې د فعالولو د زمینې د برابرولو په پار لازم هدایات ورکړل.

د تره خیلو د برېښناحرارتي دستګاه په ۲۰۰۹ کال کې د څه باندې درې سوه پنځوس میلیونه ډالرو په ارزښت جوړه شوې چې د ۱۰۵ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

User account menu