د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د امام ابوحنیفه(رح) له ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د امام ابوحنیفه (رح) له ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه او د کورنیو شرکتونو او صنعتکارانو له خوا د هېواد د تولیداتو پرمختګ یې د ستاینې وړ وباله.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یاد نندارتون څخه د لیدلو پر مهال د کورنیو پانګوالو د هڅونې ترڅنګ د کورنیو تولیداتو پر ودې او ملاتړ ټینګار وکړ او هغوی ته یې د لا بریالیتوب هیله وکړه.
ښاغلي منصور د کورنیو تولیداتو او د تولیداتو د پام وړ وده ارزښتناکه و بلله او د دغو تولیداتو پراختیا او زیاتوالی یې د هېواد د ځان بسیاینې په لور یو مثبت ګام وباله.
په ورته مهال، یو شمېر پانګوالو او کورنیو سوداګرو د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې او د دوی د سوداګري د ودې لپاره اړین وبلل او له حکومت څخه یې د لا زیات ملاتړ او آسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه.
د یادولو وړ ده، چې یاد نندارتون د افغانستان اسلامي امارت د سوداګري خونې له خوا د یوې اونۍ لپاره د کورنیو تولیداتو او صنایعو د نندارې په موخه جوړ شوی، چې له یوې خوا د پانګوالو د هڅونې او له بلې خوا د هېواد د کورنیو تولیداتو لپاره د پراختیا زمینه برابره شي.
